اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نوا?? شريف د قامي سلامتيا كمېتۍ غونډې كاروائۍ په اړه په دروغو اډانه د مېډيا راپور سخت نوټس اخستلو سره سختې كاروائۍ لپاره د ذمه وارو د تعين كولو هدايت كړې۔ وزيراعظم محمد نوا?? شريف دا خبره د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره د ګل په ورځ ملاقات كښې وكړه كوم چې وزيراعظم هاؤس كښې شوې۔ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار٬داخله وزير چوهدري نثار علي خان٬د پنجاب اعلی وزير شهبا?? شريف او ډي جي آئي اېس آئي لېفټيننټ جن??ل رضوان اختر هم ملاقات كښې موجود و۔ د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې د قامي او سيمه ايزې سلامتيا چارو په اړه خبرې وشوې۔ ګډون كونكو تېره اونۍ د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه كښې د سلامتيا چارو په اړه د ډان ورځپاڼې په بې بنسټه خبر اندېښنه ښكاره كړه۔ دوئي ووئيل د دې خبر خپرېدل د قامي سلامتيا چارو رپورټنګ په اړه د نړيوالو اصولو خلاف ورزي ده۔ او خبر كښې د ناوړه او بې لارې كوؤنكې مندرجاتو په مهم رياستي ګټې خطر سر مخ شوي۔ كوم چې اصل سره هېڅ تعلق نه لري۔ ګډون كونكو ووئيل دا ضروري ده چې پرنټ او اليكټرانك مېډيا دې د قامي سلامتيا او رياستي ګټو چارو په اړه په مفروضو د اډانه رپورټنګ څخه ډډه وكړه۔وزيراعظم د خلاف ورزۍ سخت نوټس واخست او هدايت يې وكړو چې سختې كاروائۍ له دې د ذمه وارو تعين وكړې شي۔ غ??نډې دا پخلې وكړو چې پوځ او استخبارتي ادارې به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې خپل د لارښودنې كردار جاري ساتي كوم چې د ټولو فريقو سل?? سره د كوم فرق نه غېر په ښھ ډول مخ په وړاندې روانې دي
وزيراعظم محمد نواز شريف د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډې كاروائۍ په اړه د بنسټه خبر نوټس واخست
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج