اسلام آباد 04 مئي ﴿اے پي ??ي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې جاپان د پاكستان مهم پرمختيائي شراكتدار دے٬ مهمې پرمختيائي پروژې د جاپان په مرسته او ملاتړ ترسره شوې دي٬ د جاپان سرمايه كار دې په پاكستان كښې د سرمايه كارې د غوره موقعو څخه استفاده وكړي۔ ده ??ا خبرې د جاپان د خارجه چارو دوهم وزير نوبو كېشي سره د زيات په ورځ د ملاقات په مهال وكړې۔ وزيراعظم د جاپ??ني وزير او د ده ?? پلاوي تود هركلې وكړو۔ ده په ستمبر كال 2016م كښې په نيويارك كښې وزيراعظم اېبے سره د پرجوش ملاقات ذكر كولو سره د دوه اړخيزه اړيكو لا استحكام لپاره د شريك عزم څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم جاپان سره د تجارت٬ سرمايه كارې او پرمختيائي روابطو ته د ل?? ??دې وركولو هيله څرګنده كړه۔ ده ووئيل چې پاكستان اوس په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارې بې شمېره موقعې وړاندې كوي او د دې څخه د جاپان سرمايه كار بشپړه استفاده كولې شي۔ د جاپان د خارجه چارو دوهم وزير په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه او د پاكستان او جاپان د دوه اړخيزه اړيكو د ل?? قوي كولو خواهش ئې څرګند كړو۔
جاپان د پاكستان مهم پرمختيائي شراكتدار دے٬ مهمې پرمختيائي پروژې د جاپان په مرسته او ملاتړ ترسره شوې دي
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ