اسلام آباد 12جون (اے پی پی) د بيلو ګوندو سره تعلق لرونكو د قامی ا??مبلۍ غړو وئيلي دي سی پیك پروژه د قامی سوكالۍ پروژه ده ٬ انشاء اللہ دا پروژه به ضرور ترسره كېږي٬ د سرکاری ملازمانو په تنخاګانو كښې دې 15 فیصده زياتوالې وكړې شي ٬ د فاټا اصلاحات په اړه دې عملی کار وكړې شي ٬ فاټا له دې 10 اربه روپۍ جاري كړې شي۔ د ګل په ورځ قامی ا??مبلۍ غونډه كښې په وفاقی بجټ 18-2017 او د سېنېټ په سفارشات بحث كښې برخه اخستلو سره قاری محمد یوسف ووئيل ټول كال اولس او سرکاری ملازمان د بجټ انتظار کوي۔ ده ووئيل بايد مونږ په خارجه پالیسۍ نظرثانی وكړو، د ترهه ګرۍ اسباب او محرکات هم وپېژنو۔ ده ووئيل سی پیك د قامی سوكالۍ پروژه ده ، انشاء اللہ دا به ضرور ترسره كېږي۔ ده غوښتنه وكړه چې په بټ ګرام كښې دې يو پوهنتون جوړ كړې شي۔ د قامی ا??مبلۍ غړي پروېز ملك ووئيل بايد مخالفه ډ??ه د بجټ پھ اړه خپله خبره ایوان كښې وكړي۔ ده ووئيل دا يو ښه بجټ وو په دې كښې كوم نوې ټيكس نه دې لګيدلې۔ دوهم سپیکر مرتضیٰ جاوید عباسی ووئيل د سېنېټ تجاویز په اړه دې غړي خپلې رائے وركړي۔ پرویز ملك غوښتنه وكړه چې ټرن اوور ټېکس كښې زياتوالې دې بيرته واخستلې شي۔ نعیمه کشور خان ووئيل بايد د سېنېټ ښه تجاویز حکومت سنجیدګۍ سره واخلي۔ په ټرېكټرو او زرعی پیداوار دې كروندګرو له سبسډی وركړې شي ۔ د فاټا اصلاحات په اړه دې عملی کار وكړې شي۔ فاټا اصلاحات ضروری دي ٬ فاټا لپاره دې 10 اربه روپۍ جاري كړې شي۔ دې ووئيل د سرکاری ملازمانو ت??خا دې 15 فیصده زياته كړې شي۔
سی پیك پروژه د قامی سوكالۍ پروژه ده ٬ انشاء اللہ دا پروژه به ضرور ترسره كېږي٬ د سرکاری ملازمانو په تنخاګانو كښې دې 15 فیصده زياتوالې وكړې شي
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ