اسلام آباد 23 مئی (اے پي پي) وړومبې مېرمن بېګم محموده ممنون حسېن وئيلي دي چې په ټولنه كښې امن او همغږي د قرآن او سنتو په اصل اصولو عمل كولو سره ممكن ده٬ د قرآني تعليماتو ودې سره به په ټولنه كښې د بدۍ او ستونزو خاتمه وشي۔ د اسلام انتهاخوښې او ترهګرې سره هېڅ تعلق نشته۔ هغ?? دا خبر?? د ??هې په ورځ په نړيوال ??سلامي پوهنتون كښې زده كوونكو ته د حفظ قرآن اسنادو وركولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د نړيوال ??سلامي پوهنتون صدر پروفېسر ډاكټر احمد يوسف الدروېش٬ د اسلامي پوهنتون رېكټر معصوم ياسين زئ هم موجود و۔ وړومبۍ مېرمن ووئيل چې حفظ قرآن او ناظره قرآن يو سعادت دے او په قرآن و سنت كښې د دې تائيد څو ځايه شوې۔ هغ?? ووئيل چې په دار منيره كښ?? د ??رآن حكيم تجويد او د حفظ تعليم سره سره نورو قرآني تعليماتو ته هم پام شوے۔ هغ?? ووئيل چې دا خبره د خوشحالې ده چې په دار منيره كښې يوازې پاكستانې ماشومانې نه بلك?? د ??ورو هېوادونو ماشومانې هم د دې نظام څخه استفاده كوي۔ وړومبې مېرمن بېګم محموده حسېن ووئيل چ?? د ??رآني تعليماتو ودې سره به په ټولنه كښې د بدۍ او ستونزو خاتمه وشي۔ هغ?? ووئيل چې په صحيح طريقه ژوند تېرولو لپاره ضروري ده چې مونږ قرآن ترجمې سره ولولو او د دې اصل پېغام وپېژنو۔ وړومبۍ مېرمن ووئيل چ?? د ??ړۍ مسلمان ځوانان دې قرآني تعليمات خپل شعار جوړ كړي او د اسلام اصل پېغام كوم چې د امن دے٬ زيات نه زيات خپور كړي۔ هغ?? ووئيل چې پوهنتونونه هغه ځايونه دي چرته چې مسلمانان د نوي دور له مخې تعليم ترلاسه كولو سره د راتلونكو ستونزو مقابله كول?? شي۔ هغ?? ووئيل چې د اسلام انتهاخوښۍ او ترهګرۍ سره هېڅ تعلق نشته۔ ترهګري او انتهاخوښي اسلام سره تړلو سره د دين د حقيقي تعليماتو مسخ كولو هڅه شوې كوم چې د امن او خوشحالې پېغام وركوي۔ وړومبې مېرمن ووئيل چې د اسلامي پوهنتون د مېرمنو كېمپس ماشومانو ته د قرآن پاك تعليم وركولو لپاره يو ښه روايت قائم كړے۔ دې سره به زمونږ نوې كل د دين د اصل روح نه خبر شي۔ وړومبۍ مېرمن زده كوونكو ته د قرآني كورس په ترسره كولو مباركي وركړه او د دې هيلې څرګندونه ئې وكړه چې هغوي به د اسلام اصل پېغام سره د ټولنې په رغونه او پرمختګ كښې خپل مهم كردار ترسره كړي۔ په دې موقع وړومبې مېرمن دارالمنيره كښ?? د ??رآني تعليم كورس ترسره كوونكو زده كوونكو ته اعزازات هم وركړل۔
په ټولنه كښې امن او همغږي د قرآن او سنتو په اصل اصولو عمل كولو سره تړلې
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج