خېرپور ټامیوالی 16 نومبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شر??ف وئيلي دي د پاكستان او سيمې سلامتيا ته د زيان رسوؤنكې كومې هم هڅې به بشپړ ځواب وركولې شي۔ وسله وال ځواكونه د كومو هم بهرنيو او د سيمې امنيت ته د پېښو چېلنجونو مقابلې كولو بشپړ صلاحيت لري۔ حكومت د نورو هېوادونو په كورنيو چارو كښې د لاس نه وهلو په پالېسۍ عمل كوي۔ د ترهه ګرو په ضد ضرب عضب عمل??ات يوه كاميابه او مؤثره كاروائي ده۔ د كشمير مسئلې حل له جدي هڅو ته اړتيا ده۔ په لائن آف كنټرول د هندي امنيتي ځواكونو د جنګ بندۍ خلاف ورزي لوئے جارحيت دے۔ چين پاكستان اكنامك كورېډور د پاك چين ملګرتيا يو ځانګړے مثال دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزیراعظم محمد نواز شر??ف د پاكستان زمكيز او هوائي ځواكونو شر??کو پوځي مشقونو رعد البرق په موقع دستورې ته وكړه۔ ده ووئيل پوځي مشق رعد البرق قامي دفاع لپا??ه د هېواد وسله والو ځواكونو قوت ز??ات كړے۔ او دا خب??ه د اطمينان وړ ده چې وسله وال ځواكونه د خپلو صلاحيتونو په سوب تر ټولو غوره جنګي پوځ دے۔ وزيراعظم ووئيل د پاك پوځ قربانۍ به بې ضايع نه ځي او چا چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د ترهه ګرۍ نوغې ويستې۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان دفاع ناقابل تسخیر ده٬ د هر ډول جارحيت به بشپړ ځواب وركولې شي٬ د كشمير كشالې په جدي توګه حل كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل په لائن آف كنټرول د هندي امنيتي ځواكونو لخوا پاكستاني عسكر شهيدول يو لوئے جارحيت دے بايد نړيواله ورورولي دې ته پام وكړي۔ ده ووئيل سي پېك د دوه اړخيزه ملګرتيا يو ځانګړے مثال دے۔ ګوادر څخه د تجارتي قافلې روانېدو س??ه دا په بشپره توګه فع??ل شوے روټ دے۔ ده ووئيل پاكستان د تجارتي روټ برخه ګرځېدلے او دې سره به د هېواد تقدير بدل شي۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د پوځي مشقونو څارنه وكړه۔ ده ووئيل پوځي مشقونه د دې خب??ې عكاسي كوي چې پاك پوځ د هر ډول جارحيت مخنيوي له چمتو دے۔ وزیراعظم ووئيل د پوځي مشقونو په ليدلو ډېر خوشحاله شوم ۔ ده ووئيل ضرب عضب عمل??ات د ترهه ګرۍ په ضد د نړۍ تر ټولو ز??ات موثره عمل??ات وو٬ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ قربانيو ته په درنه سترګه ګورو٬ ده ووئېل د ضرب عضب عملياتو په سوب حکومتي رټ بحال شوے۔ وزیراعظم ووئيل دښمن پاكستان كښې د پرمختګ عمل ليدل نه غواړي او ترهه ګر هېواد عدم استحكام سره مخ كول غواړي۔ وزیراعظم ووئيل دا خب??ه د افسوس وړ ده چې سوئيلي آسيا د شخړو نه ډكه ده او د كشمير د كشالې په سنجيدګۍ سره هوارے ضروري دے ٬ده ووئېل د كشمير كشاله دې د كشميري اولس د هيلو او د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې هواره كړې شي٬ د ډز بندۍ لوظنانې خلاف ورزي د اندېښنې وړ ده ۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان سباٶن روښانه دے او د هېواد درجه بندي زياته شوې او نړيوالې ادارې د پاكستان د معاشي پرمختګ اعتراف كوي٬ ده ووئېل زمونږ وسله وال ځواكونه د خپل كار د استعداد په سوب د نړۍ په ښه پوځونو كښې شامل دي ۔ وزيراعظم ووئېل مونږ د نورو هېوادونو په چارو كښې د لاس نه وهلو په پالسۍ عمل كوو ۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي لارې منصوبه فع??لېږي٬ سي پېك د پاكستان او چين د ښې مرستې عكاسي كوي٬ د سي پېك ټولې منصوبې به په وخت ترسره كولې شي او د دې له مخې ګواردر څخه وړومبۍ تجارتي قافله روانه شوې ده ۔ د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د مشقونو په پايه كښې وزيراعظم نواز شريف ته سويئنير وړاندې كړوِ او په دې موقع د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف ٬ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر جنجوعه ٬ د سعودي پوځ دوهم چيف آف سټاف او غېر ملكي سفارتكار هم موجود وو۔
د پاكستان او سيمې ايزې سلامتيا ته د زيان رسونكې كومې هم هڅې به بشپړ ځواب وركولې شي
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil