صدر مملکت آصف علي زرداري د امريكې په پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د بريد غندنه وكړه


اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د امريكې په پخواني صدر د بريد غندنه كولو سره وئيلي چې په ډونلډ ټرمپ د بريد اوريدلو سره دړديدلې يو۔د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان كښې مملکت آصف علي زرداري ووئيل په سياست كښې د تشدد ځائې نشته۔ صدر مملکت د ډونلډ ټرمپ زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو او په بريد كښې په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔