اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي مېرمنو ته د سفارتكارۍ په توګه د كېريئر منتخب كولو ترغيب وركولو په حاجت زور رواړولو سره وئيلي دي سفارتكارۍ كښې د مېرمنو ګډون به تل پاتې پرمختګ٬ امن او جمهوريت لپاره مرستياله وګرځي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخئ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په سفارتكارۍ كښې د مېرمنو د نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ صدر مملكت ووئيل نن مونږ د سفارت كارۍ په ټولو برخو كښې د مېرمنو د بشپړ او يو برابر ګډون د ودې لوظ كوٶ٬ ده ووئېل ګرده نړۍ كښې د مېرمنو سفارتكارو شمېره كښې زياتوالے د ډاډ وړ خبره ده، د مېرمنو سفارتكارو شرح په كال 2018 كښې د 16 فيصد نه په زياتېدو په كال 2022 كښې نزدې 22 فيصد ته راغلې ده
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت