اسلام آباد۔14اپرېل(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني وئيلي دي چې اسلامي نړۍ ته د پېښو مسئلو حل له به د خپلو صفونو ترمينځه يو والې په ځايې كول وي۔ پاكستان فلسطيني اولس سره ولاړ دے او په هر پلېټ فارم به د دوئي سفارتي او اخلاقي ملاتړ دوامدار ساتي۔ د القدس ورځې په موقعه خپل بيان كښې سپيكر ووئيل په ګرده اسلامي نړۍ كښې د روژې مباركې مياشتې وروستۍ جمعه فلسطيني وګړو سره د يو والي د څرګندونې ورځ ده كوم چې څو لسيزو څخه د اسرائيلي پوځ ظلم او زياتي سره مخ دي۔ ده ووئيل پاكستان فلسطيني اولس سره ولاړ دے او په هر پلېټ فارم به د دوئي سفارتي او اخلاقي ملاتړ دوامدار ساتي۔ ده په ملګرو ملتونو زور راوړو چې هغه دې په فلسطين كښې د اسرائيلي پوځ لخوا د روانو ظلمونو مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔ سپيكر په مسجد اقصی كښې په عبادت كوؤنكو د اسرائيلي ځواكونو اوسنو بريدونو سخته غندنه كولو سره ووئيل تش لاس فلسطيني وګړي د عبادت په مهال شهيد كول د بربريت او د بشري حقونو د خلاف ورزۍ تر ټولو ناوړه مثال دے۔ ده د بشري حقونو تحفظ لپاره په كار كوؤنكو نړيوالو تنظيمونو زور راوړو چې هغه دې په فلسطيني اولس د اسرائيلي پوځ ظلم او زياتي مخنيوي له خپل بنيادي كردار ترسره كړي۔ ده په دې وروستيو كښې د او آئي سي په غونډه كښې په مسجد اقصی د اسرائيلي بريد غندنه خوشبينه ګرځولو سره ووئيل ټول اسلامي هېوادونه د يو والي د لارې اسلامي نړۍ ته پېښې مسئلې حل كولې شي۔ په دې موقعه خپل بيان كښې دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني ووئيل دا ننۍ ورځ مونږ ته آزادۍ لپاره د فلسطيني اولس ستړې او ځانګړي داستانونه يادوي۔ ده ووئيل فلسطيني اولس څو لسيزو څخه د اسرائيلي پوځ ظلم او زياتي سره مخ دي او د اسرائيلي امنيتي ځواكونو لخوا په مسجد اقصی بريد د دې ښكاره مثال دے۔ ده د ملګرو ملتونو په شمول د بشري حقونو تحفظ لپاره په كار كوؤنكو نړيوالو تنظيمونو زور راوړو چې هغوي دې د اسرائیلي ځواكونو لخوا په فلسطيني اولس د روان ظلم او زياتي مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔
اسلامي نړۍ ته د پيښو مسئلو حل له به د خپلو صفونو ترمينځه يو والې په ځايې كول وي٬ د قومي اسمبلۍ د سپيكر او دوهم سپيكر د قدس ورځې په موقعه پيغام
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں