اسلام آباد 20اپرېل(اے پی پی)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به د شنګهائي مرستې تنظيم(اېس سي او)په غونډه كښې ګډون لپاره راتلونكې مياشت هند ته ځي٬ په افغانستان كښې د پاكستان هيډ آف مشن عبيد نظاماني په كابل كښې خپلې ذمه وارۍ بيا سنبهالې كړې٬پاكستان به په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګين او منظم خلاف ورزو په ضد غږ پورته كوي٬سوډان كښې د پاكستانيانو سلامتيا د پاكستان حكومت او خارجه وزارت وړومبۍ ترجيح ده۔د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې كړې۔ دې ووئيل چې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به د مئي په څلورمه او پنځمه نېټه د هند ګوا ښار كښې د شنګهائي مرستې تنظيم(اېس سي او)خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون كوي۔دې ووئيل چې پاكستان شنګهائي مرستې تنظيم سره پخوانې تړون په نظر كښې نيولو سره د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډو كښې ګډون كوي۔دې ووئيل چې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به په ګوا ښار كښې د شنګهائي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔دې ووئيل چې خارجه وزير به د هند خپل هم څنګ او اېس سي او خارجه وزيرانو كونسل موجوده مشر ډاكټر اېس جے شنكر په بلنه اېس سي او سي اېف اېم په غونډه كښې ګډون كوي۔وياندې ووئيل چې په غونډه كښې زمونږ ګډون د شنګهائي مرستې تنظيم چارټر او عمل سره د پاكستان د عزم او د دې د اهميت عكاسي كوي كوم چې پاكستان د خپلې خارجه پالېسۍ ترجيحات كښې منطقې ته وركوي۔وياندې ووئيل چې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري تېر كال جولائي كښې په تاشقند كښې د خارجه وزيرانو كونسل په آخرۍ غونډه كښې هم ګډون كړې و۔ د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سينېټرې شيري رحمان د ماحولياتي تحفظ په اړه وزيرانو مشرانو څلورمې اېس سي او غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كړې۔ دا غونډه د اپرېل په 18مه نېټه نوې ډېلۍ كښې آن لائن فارميټ كښې شوې۔وياندې ووئيل چې تېره ورځ نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي ډائرېكټر د بېړني حالات مخ نيوي او خاتمې لپاره د ايجنسو مشرانو اېس سي او پوهانو په غونډه كښې په عملي توګه ګډون كړې او نن د ډيزاسټر رسك ريډكشن غړي محمد ادريس محسود٬د بېړني حالات مخ نيوي او خاتمې لپاره د ايجنسو مشرانو اېس سي او په غونډه كښې په عملي توګه ګډون كوي۔دې ووئيل چې په افغانستان كښې د پاكستان هيډ آف مشن عبيد نظاماني كابل ته بېرته تللو سره خپلې ذمه وارۍ بيا سنبهالي كړي دي٬ دا عمل د افغان عبوري حكومت سره د نزدې مشاورت نه پس ممكن شوې۔وياندې ووئيل چې د اپرېل په 15مه نېټه لنډ مهاله افغان خارجه وزير امير خان متقي سره په ټېليفوني خبرو اترو كښې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په افغانستان كښې د پاكستان سفارتي مشنز او اهلكارو حفاظت په اړه د افغان عبوري حكومت د اهميت او ذمه وارو پخلې كړې۔دې ووئيل چې عبيد نظاماني او د هغه ډلې ته زمونږ نيكې هيلې او مرسته ترلاسه ده۔ممتاز زهره بلوچ ووئيل چې پاكستان به په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګين او منظم خلاف ورزو په ضد غږ پورته كوي۔دې ووئيل چې پاكستان به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير منصفانه او پرامن حل لپاره د خپلو كشميريانو وروڼو او خوئېندو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔وياندې ووئيل چې د رمضان مقدسې مياشتې په اختتام به مونږ له په مقبوضه جموں وكشمير كښې خپل ورونړا او خوېندې ياد ساتل وي۔ د دې مقدسې مياشتې په مهال هم قابض هندي ځواكونو په مذهبي آزادۍ بندېزونه لګولې دي٬ تېره اونۍ قابض ځواكونو كشميري وګړي په سري نګر جامع مسجد د جمعې لمونځ څخه منع كړل۔ دغسې د رمضان المبارك په 27 مه مقدسه شپه له جوماتونو يو خوا بل خوا د امنيتي ځواكونو نفري تعينات كړې شوې وه۔ وياندې ووئيل مونږ په هندي چارواكو زور راوړو چې هغوي دې په كشميري وګړو لګولې شوې بندېزونه پورته كړي كوم چې دوئي په خپل دين عمل كولو څخه منع كوي۔وياندې ووئيل چې پاکستان به دخپلو کشميري وروڼو اؤ خويندو سياسي، سفارتي اؤ اخلاقي ملاتړ تر هغه وخت روان ساتي تر كومې چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل شوې نه وي۔وياندې ووئيل چې مونږ په سوډان کښې په روان اندېښمن صورتحال او دغلته د پاکستانۍ ټولنې په امن او سلامتيا ژور نظر ساتلے دے۔ وياندې ووئيل په سوډان كښې پاكستانۍ سفارت خانه زمونږ كميونټي سره پرله پسې په تماس كښې ده او هغوي سره به هره ممكنه مرسته كوي۔ وياندې ووئيل د پاکستانیانو امنیت د پاکستان د حکومت او بهرنیو چارو وزارت لومړۍ ترجيح ده۔وياندې ووئيل چې د بهرنيو چارو وزير مملكت حنا رباني كهر د اپرېل په 13مه نېټه سمرقند كښې د افغانستان ګاونډي هېوادنو څلورمې غونډه كښې ګډون كړې۔په وزارتي غونډه كښې وزيرمملكت په افغانستان كښې په بشري صورتحال رڼا اچولې او د افغانستان خلكو لپاره يۍ د بشري مرستې په ضرورت هم زور راوړې۔هغې په افغانستان كښې زيات سياسي شموليت ته د ودې وركولو مقصد پلو په پېشرفت هم زور راوړې۔وزيرمملكت د منطقې لپاره د پرامن او مستحكم افغانستان اهميت او هلته په امن او استحكام كښې د ګاونډي هېوادونو په ګټو هم زور راوړې۔وياندې ووئيل چې وزيرمملكت د افغانستان په اړه د څلور فريقې ډلو په غونډه كښې ګډون هم كړې چې پكښې چين٬ايران٬ پاكستان او روس شامل دے۔
خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به هند كښې د شنګهائي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ د خارجه دفتر ويانده ممتاز زهره بلوچ
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان