اسلام آباد۔ 03فروری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف به نن د جمعې په ورځ په پېښور كښې د اېپیکس كمېټۍ غونډې مشري كوي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې به د جنورۍ په 30مه نېټه د پېښور پوليس لائنز په جومات كښې د رامخې ته شوې ترهګرۍ پېښې په محركاتو غور كولے شي۔د اېپيكس كمېټۍ غونډه كښې به د ترهه ګرۍ خاتمې٬سي سي ټي وي او پوليس اپ ګرېډېشن اقداماتو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔په غونډه كښې به وفاقي وزيران٬د څلورو واړو صوبو او ګلګت بلتستان اعلی وزيران ٬د آزد جمو كشمير وزيراعظم٬امنيتي ځواكونه٬ پوليس چارواكي او اعلٰی سركاري افسران ګډون كوي
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت