اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې فلم يواځينۍ صنعت دے چې ټېکس فري دے، سكرين په نړۍ کښې د بيانيې د پېژندلو تر ټولو غوره وسيله ده٬ مونږ له به خپله ځلنده ماضي په زړه پورې حال كښې بدلول وي٬ حکومت به هنرمندانو ته د آسانيو وركولو لړۍ روانه ساتي۔ دا خبره دې د اتوار په ورځ پي ټي وي اكېډمۍ كښې د نېشنل فلم پروډكشن انسټيوټيوټ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د اطلاعاتو وفاقي سېكتر سهېل علي خان هم په دې موقعه موجود وو۔ وفاقي وزيرې د انسټي ټيوټ د لوحې مخكتنه وكړه۔ په دې موقعه دعا هم وغوښتلې شوه۔ په خپل خطاب كښې دې د فلم انسټيټيوټ په جوړولو پي ټي وي فلم اكېډمۍ او د پي ټي وي ملازمينو ته مباركي وركړه۔ دې ووئيل پي ټي وي په هېواد كښې د براډكاسټنګ بنياد اېښودلے دے ٬ نجي ټي وي چېنل هم د فلمونو جوړولو چارې پېل كړې دي۔ دې ووئيل په كال 2017ﺀ كښې د پاكستاني فلم پالېسۍ بنياد كېښودلے شو د كومې چې منظوري وفاقي كابينې په كال 2018 كښې وركړه۔ په دې فلم پالېسۍ عملدرآمد پېل كړے شوے دے۔ د دې وژن مقصد فلم ته تقويت وركول او د سكرين ټورازم د لارې د هېواد بيانيه او تشخص رامخې ته كول هم دي۔ وفاقي وزيرې ووئيل چې د تېرو 30 كلونو په مهال اولس او پاك پوځ د ترهګرۍ په ضد بشپړ جنګ كړے دے٬ په نړيواله كچه دا بايد رامخې ته كړې شي۔ په پاكستان كښې فلمي صنعت د 60 ٬ 70 او 80 په لسيزو كښې بام ته رسېدلے وو كوم چې په دمه دمه زوال سره مخ شو۔ دې ووئيل په كال 2005-2006 كښې فلمي صنعت يو وارې بيا بحال كېدل پېل شؤ۔ بياهم د دې رفتار ډېر سست وو۔ دې ووئيل قطر ٬ چين ٬ تركيه ٬ سعودي عربستان ٬ ايران او نورو هېوادونو د فلم جوړولو په څانګه كښې زيات پرمختګ كړې دې مونږ هم د دغه هېوادونو د تجربو په رڼا كښې خپله فلم پالېسي جوړه كړه۔ دې ووئيل پي ټي وي اكېډمي ورچوئل رئيلټي او ورچوئل اسټوډيو پلو تلې ده۔ د دې په کانټېنټ سکرین كښې هم بهتري شوې ده۔ دې ووئيل تر دې دمه كوم ميډيا هاؤس اكېډمي نه ده جوړه كړې خو هغه ورځ لرې نه ده چې نجي ميډيا هاؤسز به اكېډمۍ جوړې كړي۔ دې ووئيل د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د فنكارانو ٬ پروډیوسرانو او کیمرہ مینانو تربيې او استعداد زياتولو له د انفارمېشن سروسز اکېډمی، رېډیو پاکستان او پی ټی وی اکېډمی د لارې پرله پسې تربيتي كورسونه پېل كړي دي۔ دې ووئيل په ګرمۍ په موسم كښې به خبريالانو او طالبعلمانو لپاره شارټ كورسونه پېل كړې شي۔ دې ووئيل په په ټي ټي وي كښې ورچوئل سټوډيو پېل كړې شوه٬ په پروډکشن كښې تھري ډي انيمېشن پېل شو٬ كوم اداكار چې تلې وو هغه بېرته راوستلې شوو۔ د پی ټی وی فلکس اېپ اجرا وشوه۔ په لږو ورځو كښې مونږ يو لاك څخه زيات سبسکرائبرز ترلاسه كړل۔ 8 نه تر 10زره پورې اوورسیز پاکستانیانو پی ټی وی فلېکس كښې رجسټرېشن هم كړے دے۔ دې ووئيل دې انسټي ټيوټ ته به ټول هېواد څخه پوهان راځي او د فلم جوړولو په څانګه كښې به تربيه وركوي
فلم يوازينې صنعت دے كوم چې ټيكس فري دے٬ سكرين ټورازم په نړۍ كښې د بيانيې د پيژندلو تر ټولو غوره وسيله ده ٬ مونږ له به په پروډكشن كښې خپله ځلنده ماضي په غوره حال كښې بدلول وي٬ حكومت به فنكارانو ته د آسانيو وركولو لړۍ روانه ساتي٬ مريم اورنګزيب
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات