اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) د خزانې ٬ محصولات او اقتصادي چارو نګرانې وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر وئيلي دي په پاكستان كښې د انشورنس صنعت پراخا نمو ته اړتيا لري٬ سیکورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان(اېس اي سي پي) له به د انشورنس څانګې نمو لپاره پالېسي مرتب كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د سیکورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن تر اهتمام لاندې دستورې ته د زوم د لارې خپل خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل انشورنس يوه داسې څانګه ده كومه چې د هېواد معيشت ته د ودې وركولو او د روزګار نوو موقعو رامخې ته كولو صلاحيت لري۔ دې ووئيل د پاکستان ډېبټ او کېپټل مارکیټ په پرمختګ كښې هم د انشورنس څانګه مهم كردار ترسره كولې شي۔ دې ووئيل په نړيواله او ځايي كچه د خطرو په تناظر كښې د انشورنس څانګې كردار مخ په زياتېدو دے۔ اوس به هر وګړے او هر كاروبار ته د انشورنس د لارې تحفظ ترلاسه كول وي ولې چې په نړيواله كچه هم معاشي غېر يقيني زياتېږي۔ دې ووئيل په نړيواله كچه د انشورنس كمپنيو د اثاثو ماليت 1100 اربه ډالر ته نزدې دے۔ دې ووئيل پاكستان كښې د انشورنس اثر ونفوذ يو فيصد څخه هم كم دے او په هند كښې دا شرح 3.76 او سری لنکا كښې 1.25 فیصد ده۔ دې ووئيل ضرورت د دې خبرې دے چې په هېواد كښې انشورنس انډسټری ته پراخا نمو ترلاسه شي۔ دې ووئيل انشورنس او د انفارمېشن ټېکنالوجي نجي څانګه دې په خاص توګه د مصنوعي ذهانت كارولو له اقدامات وكړي۔ چیئرمین اېس اي سي پي عاقب سعید په دې موقع خپله وېنا كښې ووئيل کارپورېشن د انشورنس څانګې لپاره 5 كلنه تګلاره معارفي كړ ې ۔ د 5 كلنې منصوبې لاندې تر كال 2028 به د پاکستان انشورنس انډسټری په خپلو تل پاتې بنيادونو د اودرېدو جوګه شي
پاکستان كښې د انشورنس صنعت پراخا نمو ته ضرورت دے ٬ ډاكټر شمشاد اختر
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا