داخله وزير محسن نقوي د يونان كشتۍ پيښې او د ليبيا پيښو بشپړ رپورټ وغوښتلو


اسلام آباد۔16مارچ(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي يونان ته نزدې د كشتۍ پیښې او د ليبيا پېښو بشپړ رپورټ غوښتلو سره ډي جي اېف آئي اے ته تر دې دمه د شويو ټولې كارروايۍ په اړه د رپورټ وړاندې كولو هدايت كړے دے۔ د داخله وزارت لخوا د خالي په ورځ په جاري شوي بيان كښې داخله وزير ووئيل په بشري قاچاق كښې ككړ عناصر د كوم رعايت مستحق نه دي٬ يونان ته نزدې د كشتۍ پېښه د افسوس وړ وه كومې چې د يو شمېر ميندو غېږه خالي كړه۔ ده ووئيل د يونان پېښه كښې ككړ ملزمان به خپل انجام سره مخ كول وي۔ ده ووئيل رنګين خوبونه ښودلو سره بهر هېوادونو ته د لېږلو كاروبار كښې د ككړ عناصر ځايې زندان دے۔

متعلقہ مضامین