پېنډي 20 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د اسرائيل او هند پشمول پاكستان مخالف لابي زمونږ په هېواد كښې هائيبرډ جنګ پېل كول غواړي كوم چې به شرمنده كېږي٬ د افغان سفير لور كه خپله د تفتيش برخه جوړه شوې وې نو ښه به وې٬ پاكستان به د دې معاملې بشپړه پلټنې كوي٬ د هېواد دښمانان د پاکستان او چين ترمېنځه غلط فهمۍ پېدا كولو سره په منطقه كښې د امن وضعې ته زيان رسول غواړي، په کشمير كښې مريم نواز انتخابي كمپائن كشمير لپاره يا د نوازشريف ګټې لپاره نه كوي بلكې د عمران خان په ضد كوي، د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد مخ په وړاندې روان دې، د پاکستان ځواكونه او سول ادارې هر ډول حالاتو لپاره چمتو دي، د پاکستان خاوره به افغانستان لپاره كارولو له چرې هم ورنكړو۔ په نادرا كښې د جعلي شناختي كارډ په جوړولو كښې ككړ كسان ګرفتار كړې شوې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ لال حوېلي پېنډۍ كښې د خبري كنفرنس په مهال وكړه۔ شېخ رشيد احمد ووئيل د پاكستان ځوانانو ته دا پېغام وركول غواړم كوم چې په الېكټرانك ميډيا پوهېږي ھغوي دې ځان تيار ساتي ځكه چې په راتلونكو ورځو كښې هائيبرډ وار كښې لا تندوالې راتلې شي۔ ده د افغان سفير لور معاملې په اړه خپلو خبرو كښې ووئيل په دې كېس كښې كه افغان سفير بېرته نه تلو نو ښه به وې او مونږ غواړو چې د افغان سفير لور خپله د تفتيش برخه جوړه شي او كه ھغه د دې كېس مقدمه نه كول غواړي نو بيا به هم د پاكستان رياست د دې معاملے بشپړه پلټنې كوي۔ ده ووئيل هسې خو د دې معاملې تر څه حده تفتيش بشپړ شوے دے او د افغان سفير لور چې د كومو ځايونو سېل كولو او په كومو ګاډو كښې ګرځېده ھغه عام ټېكسي ډرائيوران وو چې پخوانے رېكارډ ئې بيخي سم دے او ھغوي كومو جرمونو كښې چرې ككړ نه دي پاتي شوې خو هېواد دښمنه عناصر دې ته د بل رنګ وركولو هڅې كوي كوم چې حقيقت سره هېڅ تعلق نه لري۔ ده ووئيل د افغانستان د وضعې كومه پرېكړه چې ځائي خلق وكړي ھغه به د پاكستان پرېكړه وي٬ ځكه چې هلته امن وي نو پاكستان كښې به امن وي خو ولې اصل مسئله د پاکستان او چين ترمېنځه غلط فهمۍ پېدا كولو سره په منطقه كښې د لا اېنډ ارډر صورتحال خرابول دي او نړيوال قوتونه دا هېچرې نه غواړي چې د پاكستان او چين دوستي لكه د هماليه هسكه وي۔ ده ووئيل د جوهر ټاٶن پېښه د فېټف څخه يو ورځ وړاندې رامخې ته شوې او د داسو پېښه د جے سي سي غونډې نه يو ورځ وړاندې رامخې ته شوه او دا د افغان سفير د لور معامله هم د افغان كنفرنس نه يو ورځ مخكښې شوې ۔ ده ووئيل نړۍ ته د يو غلط تاثر وركولو هڅې روانې دي ۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان ټولو امنيتي ادارو ته امر كړے دے چې پاكستان كښې امنيتي صورتحال ته دې كتنه وكړې شي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې وزيراعظم عمران خان کشمير لپاره سټېنډ اخستې دې او په منطقه كښې د يو رامخې ته كېدونكي لارښود په توګه راپاڅېدلې دې كوم چې هند يا اسرائيل هېچرې نه خوښوي۔ ده ووئيل زمونږ بدمرغي ده چې په کشمير كښې د مريم نواز انتخابي كمپائن کشمير لپاره يا د نوازشريف ګټې لپاره نه دې بلكې دا د وزيراعظم عمران خان په ضد دې او دې كښې د ماتي خوړلو د وړآندې نه اعتراف روان دے او اوس هم درته وايم چې د كشمير په انتخاباتو كښې پاکستان تحريک انصاف بريالے كېدونكې دې۔ ده ووئيل مريم نواز تېر دسمبر څخه د دې حكومت د خاتمې اعلان كړې او د كشمير په انتخاباتو كښې كه د ماتي نه پس ھغه اسلام آباد كښې دهرنا وركول غواړي نو شوق سره دې دھرنا وركړي۔ د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ كښې به هېواد مخ په وړاندې روان وي او كوم هېواد چې دوي ډيفالټ كول غوښتل د ھغې معيشت به ښه وي۔ ده ووئيل د اختر د رخصتۍ نه پس ډپلوميټك انکليو خاص امنيتي زون جوړوٶ۔ هغه ووئيل د پاکستان ځواكونه او ادارې هر ډول حالاتو لپاره چمتو دي٬ د پاکستان ټولې پولې محفوظ دي او 90 فيصده ازغن تار لګولې شوې دې۔(GUL)
د هېواد دښمانان د پاکستان او چين ترمېنځه غلط فهمۍ پېدا كول غواړي. د داخله وزير شېخ رشيد خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا