اسلام آباد 22مارچ (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د پاکستان ور??ې په موقع د بنديوانو په سزاګانو كښې د 90 ور??و كمي كولو منظوری وركړې ده۔د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې سزاګانو كښې د كمي كولو اطلاق به قتل ، جاسوسۍ او د ریاست مخ??لف هلو ځلو كښې په ككړ بنديوانو نه وي۔دغسې زنا، غلا ، ډکیتی ، اغواء او ترهه ګرۍ كښې په ككړ مجرمانو به هم د دې اطلاق نه كېږي۔ دغسې په سزا كښې كمي اطلاق په هغوي مجرمانو هم نه وي كوم چې په مالی جرمونو يا قامي خزانې زيان رسولو كښې ككړ دي۔ د 65 كالو څخه د زيات عمر نارينه بنديوانو كومو چې په دوه كښې يوه برخه سزا تېره كړي وي او د 60 كلونو څخه د زيات عمر مېرمنو بنديوانو كومو چې درې كښې دوه برخي سزا تيره كړي، د هغوي په سزا كښې به كمې كولې شي۔ دغسې 18 كلونو څخه په كم عمر ل??ون??و ماشومانو كومو چې درې كښې دوه برخي سزا تيره كړي وي په هغوي به هم په سزا كښې د كمي اطلاق وي۔ صدر مملکت په سزاګانو كښې د كمي منظوری د آئین آرټیکل 45 ترمخه وركړې ده
صدر مملکت د پاکستان ورځې په موقعه د بنديوانو په سزاګانو كښې د 90 ورځو كمي كولو منظوری وركړه
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II