اسلام آباد26اکتوبر (اے پي پي)خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاكستان ايران سره د ورورولۍ خپل اړيكو ته خاص اهميت وركوي٬ نړيواله ورورولي دې افغانانو ته د رامخې ته معاشي او انساني بحران نه بهر كولو لپاره كوټلې اقدامات وكړي٬ پاكستان افغانستان سره تجارتي او په پوله ايز تګ راتګ كښې د سهولتونو جاري ساتلو عزم لري۔ خارجه وزير دا خبرې د نهې په ورځ په تهران كښې د ايران خپل همڅنګډاکټر حسېن امير عبداللهيان سره ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع افغانستان لپاره خاص استازې ايمبيسډر محمد صادق او په ايران كښې د پاكستان سفير رحيم حيات قرېشي خارجه وزير سره وو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې په دې موقع دواړو خارجه وزيرانو ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده او په اهم سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې اترې شوې۔شاه محمود قرېشي د ايران د اعليٰ قيادت لخوا د كشمير په كشاله د پاكستان د اصولي موقف په پرله پسې تائيد او ملاتړ كولو د ايران د خارجه وزير مننه كولو سره ووئيل يو سوله ايز او مستحكم افغانستان ټولو ګاٶنډي هېوادونو لپاره يو ډول اهميت لري٬ د اكتوبر په 21مه نيټه د كابل د ترسره شوې دورې حواله وركولو سره خارجه وزير په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چېنړيواله ورورولي دې افغانانو ته د رامخې ته معاشي او انساني بحران نه بهر كولو لپاره كوټلې اقدامات وكړي۔ ده ووئيل پاكستان افغانستان سره تجارتي او په پوله ايز تګ راتګ كښې د سهولتونو جاري ساتلو عزم لري۔ د ايران خارجه وزير د پاكستان لخوا په پېل كړې شوې سيمه ايزه لائحه عمل جوړولو د اقدام ستائنه كولو سره د ايران په كوربتوب كښې په تابيا كړې شوې د افغانستان د ګاٶنډي هېوادونو په دوېمه وزارتي غونډه كښې په ګډون كولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي مننه وكړه۔ د ايران خارجه وزير ډاکټر حسېن امير عبداللهيان د پاكستان خپل همڅنګ مخدوم شاه محمود قرېشي او د ھغه د پلاوي په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستيا هم وكړه
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په تهران كښې د ايران خپل همڅنګ سره وليدل
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil