پېښور ۔28مارچ (اے پی پی) ریډیو پاکستان د خپرونې ملي ادارې په سوشل میډیا پلېټ فارمز ریډیو پاکستان پوډ کاسټ د (پیغامِ رمضان) سرخط لاندې خپل نېغ په نېغه ویډیو رمضان ټرانسمیشن پېل كړے دے۔ د ریډیو پاکستان لخوا د جاري شوي يو پرېس ريليز له مخې روزانه ماښام 5 بجو څخه تر شپې 9 بجو 4 ساعتيزه ویډیو ټرانسمېشن كښې اورېدونكو لپاره د رمضان مقدسې مياشتې مسئلو په اړه ځانګري قيمتي معلومات وړاندې كولې شي۔ په دې كښې نوموړي مذهبي سكالران او د غذائيت او روغتيا پوهان هم ګډون كوي او د خپلو خيالاتو څرګندونه كوي۔ دې نه ځانله نعت خوانۍ سره سره د قرآن تلاوت سره د ترجمې هم وړاندې كولې شي۔ وګړي ماښام 5:30 بجو څخه تر 6 بجو په 9208940 -051 لمبر لائیو فون کالز كولو سره په ټرانسمېشن كښې برخه اخستې شي۔ دا رمضان وېډيو ټرانسمېشن د رېډيو پاكستان د ډي جي محمد طاهر حسن د هڅو برخه ده چې مقصد يۍ د عصري ضرورت له مخې د سركاري ادارې د خپرونو متن پياوړے كول دي۔ د رېډیو پوډ کاسټ فعاله جوړولو سره سره ځينې خصوصی اېف اېم چېنلې هم پېل كړې شوې دي دغسې چې د اورېدونكو د حاجتونو خيال وساتلې شي۔
ريډيو پاکستان د رمضان المبارک نيغ په نيغه ویډیو ټرانسمېشن پېل كړو
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ