اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي)وفاقي وزير ميا جاويد لطيف وئېلي دي ټوله انتظاميې ډهانچه د رياست ملازمه ده ٬د كومې هم صوبې مشينري به د مركز په ضد نه كارېږي كه چرې كومه هم اداره د يو ګوند سهولت كاره شي نو د آئين له مخې به كاروائي كولې شي٬په سائفر كمېټي جوړه كړې شوې چې څوك هم ذمه وار وي د هغوي په ضد به سخت ايكشن اغستلے شي۔د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل اولس د دې څيزونو جاج اخلي٬په پېښور كښې د خلقو څخه په كوم تناظر كښې سوګند پورته كړے كېږي٬هغې جهاديانو ته وئېل پكار دي چې هغوي د چا په ضد د جهاد حلف اخلي۔ده ووئيل چوهدري فواد حسن وئېلي دي يوې ډلې سره مذاكرات روان دي او حكومت له د هغې برخه جوړېدل پكار دي٬د حكومت پشمول څوك هم د دې غير ائيني كار برخه نشي جوړیدے٬ ده ووئېل د عمران خان هلې ځلې غېر آئيني دي۔ده ووئيل ادارو ته د بهاشن وركولو خواهش لرونكې سره مذاكرات څنګه كېدې شي٬عمران خان د پاكستان سالمتيا٬سباؤن او معيشت په ضد چې كومې خبرې كړي هغه د هيرېدو نه دي٬نواز شريف چې كوم زندانونه برداشت كړي او د بې انصافې سره مخ كړے شوے٬مونږ چرته چاته څوكيدار٬مير جعفر يا مير صادق نه دي وئېلي ٬ ده ووئېل مونږ تل په ادارو كښې ناست غلط كسان په نخښه كړي كوم چې زمونږ فرض وو۔ده ووئيل د كمېټۍ په پريكړه به عمل كولې شي چې څوك هم ذمه وار ثابت شو د هغوي په ضد به د قانون له مخې كاروائي كولې شي۔
سائفر كمېټي جوړه كړې شوې ٬د ذمه وارو په ضد به سخت ايكشن اغستے شي۔د وفاقي وزير ميا جاويد لطيف خبري كنفرنس ته وينا
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز