اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې مسلم ليګ ن د هېواد او قام لپاره خپل سياست ته زيان رسولو څخه هم ډډه نه ده كړي، ميا نواز شريف په مشرۍ كښې مونږ به كومي ډلي ته چري اجازه ورنه كړو چې د هېواد سلامتيا خطر سره مخ كړي،د سعودي وزير اعظم پرنس محمد بن سلمان په روانه مياشت كښې د پاکستان دوره لوئ اهميت لري٬ دې دورې سره به نه يواځي پاکستان كښې په اربونو ډالره سعودي سرمايه کاري بلکه سعودي عرب كښې د پاکستانيانو لپاره هر ممکن آسانيو ترلاسه كولو خبري اتري كېږي، مسلم ليګ(ن) عمر له سمندر پوري پاكستانيانو د ګټو تحفظ کړې دې ٬ بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان به ډير زر د جعلي انقلابي ليډر حقيقت څخه خبر شي،عمران او د هغه ګوند ته به زما د حکيمانه نسخو سره ضرور افاقه وشي، ده د مسلم ليګ (ن) سعودي عرب سيکرټري جنرل ملک منظور اعوان په مشرۍ كښې د ن ليګ سعودي عرب پلاوي سره په خپل كور كښې د ملاقات په مهال خبري اتري كولې،پلاوي كښې سرپرست اعليٰ مسلم ليګ (ن) سعودي عرب رانا محمد اشرف ، جنرل سيکرټري (ن) ليګ عبدالخالق لك ، کاشف نواز رندھاوا ، ناظم اعليٰ سياسي چارو جمعيت اهلحديث نه علاوه (ن ) ليګ لارښود حيات محمد خان ، ناصر بټ، رانا عبدلواحد او شاهان خان شامل وو، پلاوي رانا ثناءالله په سعودي عرب كښې د مېشته پاکستانيانو مسئلو او پاکستان كښې د تحريك انصاف د اړخه په سترو لارو بنديز او هېواد كښې د بدامنۍ په اړه د خپل تشويش څخه خبر كړو۔ن ليګ سعودي عرب سيکرټري جنرل ملک منظور اعوان رانا ثناءالله ته ووئيل سعودي عرب كښې مېشته پاکستانيان د 6 مياشتو راهسې هېواد كښې د يو سياسي ګوند د اړخه پرله پسې غير آئيني او غير قانوني اقدامات له امله چې كوم حالات پيدا شوې د دې په وجه اضطراب سره مخ دي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل حکومت بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو تشويش او اضطراب بشپړه احساس لري۔د سعودي عرب دورې په مهال هم هر پاکستاني زما سره د خپلو خپلو جذباتو څركندونه كړې ده ۔ملك منظور اعوان او نورو لارښودو د كورنيو چارو وزير له باور وركړو چې سعودي عرب كښې مېشته پاکستانيان اکثريت سره د مسلم ليګ (ن) قائد نواز شريف ،وزيراعظم شهباز شريف (ن) ليګ اوور سيز مشر او د خزاني وزير اسحاق ډاراو نائب صدر مريم نواز په قيادت د بشپړه باور څرګندونه كوي او باور لري چې د (ن)ليګ قيادت به هېواد د موجوده صورتحال څخه وېستلو سره د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان كړي۔
مسلم ليګ ن د هېواد او قام ښه والي لپاره خپل سياست ته زيان رسولو څخه هم دډه نه ده كړي، مونږ به كومي ډلي ته چري اجازه ورنه كړو چې د هېواد سلامتيا خطر سره مخ كړي ۔ د كورنيو چارو وزير رانا ثناءالله
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن