اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د پاكستان د اړخه افغانستان كښې سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان درېم كهېپ افغانستان ته لېږلے شوے۔په دې اړه دس??ور?? په نور خان ايئربيس كښې وشوه۔په دس??ور?? ګښې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔د افغانستان ناظم الامور سردار محمد شكيب د افغانستان حكومت اړخه د مرستې سامان تر لاسه كړو۔په دس??ور?? كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز هم موجود ؤ ۔د خارجه وزارت او پاكستان كښې د افغانستان سفارت اعلٰی چارواكو هم په دس??ور?? كښې ګډون كولو۔د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په سپارښتنه اېن ډي اېم اے په افغانستان كښې د ځپليو مرستې لپاره د 10.6 ټن كهيپ انتظام كړے چې پكښې د يخښنۍ موسم لپاره ګرمې ??امې٬خيمې ??و نور سامان شامل ؤ ۔خارجه وزير دستورې ته ووئيل پاكستان د سېلاب او زلزلې غوندې قدرتي آفتونو سره مخ افغانانو سره ولاړ دے۔ده افغانستان ته د مرستې سامان وركولو لپاره د اېن ډي اېم اے٬خارجه وزارت٬پاك فضائيه او اړوندو محكمو كردار هم وستائېلو۔دغسې په اسلام آباد كښې د افغانستان نظام الامور د افغانستان په مرسته كولو د پاكستان اولس او حكومت مننه وكړه
پاكستان په افغانستان كښې سېلاب ځپليو لپاره د مرستې درېم كهيپ ولږلو
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر