اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 25-2024ء لپاره د 18.88 ټریلین روپو وفاقي بجټ تجويز كړے شو۔ د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام مجموعي حجم 1500 اربه روپۍ دے ٬ د سبسډیز حجم 1363 اربه روپۍ اېښودلے شوے او د مجموعي ګرانټس حجم 1777 اربه روپۍ تجويز كړے شو ٬ ګریډ 1 څخه تر 16 سرکاري ملازمین په تنخا كښې 25 فیصد او 17 څخه تر 22 ګرېډ افسرانو په تنخا كښې 20 فيصد اضافه به كولې شي٬ د ریټائرډ ملازمینو په پنشن كښې د 15 فیصد اضافې تجويز دے٬ لږ تر لږه تنخا 32 زره څخه 37 زره ته د رسولو تجويز دے، د ټېکس محصولات هدف 12.97 ټریلین روپۍ اېښودلے شوے كوم چې د تېر مالي كال په مقابل كښې 38 فيصد زيات دے ، دفاعي ضروریات لپاره د 2122 اربه روپو بېلولو تجويز او د اقتصادي پرمختګ شرح تر 3.6 فیصد پاتې كېدو امكان دے۔ د شورؤ په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د راروان مالي كال 25-2024ء بجټ وړاندې كولو سره ووئيل د فروری 2024ء ټاكنو څخه وروستو دا د مخلوط حكومت اولنے بجټ دے٬ په لارښودنه كولو د ټولو اتحادي ګوندونو مننه كوؤ۔ ده ووئيل په كال 1990ء كښې چې مياں نواز شريف په پاكستان كښې د كومو اصلاحاتو بنياد اېښودے وو هغه مخ په وړاندې بوتللو له به د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د ځايي اصلاحاتي ايجنډې د لارې په موجوده معاشي مسئلو قابو موندلو سره د پرمختګ رفتار ګړندې كولې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د تېر حكومت ستائنه كوؤ كوم چې آئي اېم اېف سره سټېنډ بائی لوظنامه وكړه۔ ده ووئيل د تېرو څو مياشتو پرله پسې هڅو ښكاره نتيجې دا په ډاګه كوي چې مونږ په سم لوري روان يؤ ٬ ګراني په مئي كښې 12 فيصده ته راغلې ٬ په راتلونكو ورځو كښی به دې كښې لا كمے رامخې ته شي۔ ده ووئيل په تېر يو كال كښې د ترلاسه شوو كاميابو په نتيجه كښې هېواد د بحراني صورتحال څخه رابهر شوے او اولس ته د رسېدونكو مېوؤ د پرمختګ تلپاتې سفر پیل شوے ۔ ده ووئيل هم دا وخت دے چې مونږ خپل معيشت ته په نجي څانګه كښې اهميت وركړو او د يو څو كسانو په ځائے د پاكستان اولس ته پام لرنه وكړؤ۔ ده ووئيل مونږ له به بجټ خساره كمول او خپل مقصد رامخې ته كول وي د كوم ترلاسه كولو له به چې د يو منصفانه ټېكس پالېسۍ د لارې خپل آمدن زياتول وي او غېر ضروري خرڅونه به كمولو وي ٬ بيا هم د بشري پرمختګ ٬ سماجي تحفظ او ماحوليات اړوند خرڅونه به نه كموو ۔ د توان په څانګه كښې پېداواری لګښت كمول زيات مهم دي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح په ګرانۍ قابو موندل دي٬ يو كال وړاندې افراط زر 38 فیصد او فوډ انفولېشن 48 فیصد ؤ چې ورسره كم آمدن لرونكې طبقې زياتو ستونزو سره مخ وې ، د حكومت د غوره معاشي تګلارې په نتيجه كښې په ګرانۍ كښې ښكاره كمے رامخې ته شوے ۔ په مئی 2024ء كښې کنزیومر پرائس انډکس 11.8 فیصد او فوډ انفولېشن يواځې 2.2 فیصد ؤ ٬ حكومت د ګرانۍ سنګل ډېجټ ته راوستلو له زياته خواري كړې ۔ ده ووئيل د پاكستان بدقسمتي ده چې د ټېکس ټو جی ډی پی شرحې په لحاظ سره مونږ نورو هېوادونو څخه زيات وروستو پاتي يؤ۔ هم دا سبب دے چې په ټېكس نظام كښې اصلاحات زمونږ معاشي كاميابو لپاره زيات مهم دي۔ په اېف بي آر كښې ګڼ اړخيزه اقدامات وړاندې څخه روان دي۔ وزیراعظم ډیجټلائزېشن، ټېکس پالېسۍ او په اېف بي آر كښې په انتظامي اصلاحات ژور نظر لري او په دې اړه ئۍ ښكاره هدايات وركړي چې په ټېكس نېټ كښې وړاندې څخه په موجود وګړي نور فشار سره مخ نه كړے شي بلكې ټېكس نېټ پراخا كړے شي۔ ده ووئيل مونږ تاجر دوست سكيم معارفي كړے چې مقصد ئۍ هول سېلر ریټېلزر او ډيلرز رجسټرډ كول دي۔ د دې سكيم لاندې تر دې دمه د 30 زره 400 كسانو رجسټرېشن شوے ٬ په راتلونكي وخت كښې به اېف بي آر د خلقو ټېكس نېټ كښې راوستلو له خپلې هڅې ګړندۍ كړي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت يواځې د حكومت مالياتي استحكام هدفونه سر كولې نه شي ، له دې كبله وفاقي حكومت د هېواد په مجموعي وسائلو كښې زياته نه زياته اضافه كولو له صوبائي حكومتونو سره په ګډه كار كوي۔ دې هڅو ته تقويت وركولو له مونږ ټولو صوبائي حكومتونو سره يوه بشپړه قامي مالياتي لوظنامه تجويز كوؤ۔ ده ووئيل په حكومتي خرڅونو كښې كمے د مالياتي خسارې كمولو تګلارې دويمه مهمه ستن ده ، مونږ غېر ضروري خرڅونه كموؤ۔ حكومت د پنشن په نظام كښې اصلاحات راوړي ، وفاقی حکومت د ټولو خالي چوكو ختمولو په تجويز غور كوي چې ورسره هر كال د 45 اربه روپو بچت امكان لري
قامي اسمبلۍ كښې د مالي كال 25-2024 لپاره د 18 كهرب 887 اربه روپو وفاقي بجټ وړاندې كړے شو، د محصولات هدف 12 زره 970 اربه روپۍ وټاكلے شو ٬ د سركاري ملازمانو په نتخاګانو كښې د 20 نه تر 25 فيصده٬ پنشن كښې 15 فيصده اضافه تجويز شوه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ