لاهور 11 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په سرکاري ملازمانو زور رواړې چې ملازمان دې د خدماتو بهتري او ګډ ګورننس باوري كولو لپاره په خوارۍ او عزم كار وكړي٬ ده نړۍ سره رفتار په ځائ ساتلو لپاره په وخت او په تېزۍ سره د پرېكړو كولو په ضرورت زور رواړو٬ د جمعې په ورځ په نېشنل سكول آف پبلك پاليسي كښې 118م سينئر مينجمنټ کورس (اېس اېم سي) او 33م نيشنل مينجمنټ کورس (اېن اېم سي) كامياب ګرېجوېټس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل اسلام په يوه كميونټۍ اډانه مذهب دے كوم چې د بې وځلو په خدمت او دوي سره په خواخوږۍ زور رواړې دې۔ صدر مملکت ووئيل بايد د هېواد په پرمختګ كښې د سركاري چارواكو او اهلكارو كردار مثالي وي٬ بهتر نظم او نسق او د بدعنوانۍ خاتمې سره معاشره پرمختګ كوي۔ ده ووئيل علم سره سره د جذباتو تربيه هم ډېره ضروري ده٬ افسران مخاطب كولو سره ده ووئيل په انساني ژوند كښې ځينې فارمېټو كالونه وي كومو څخه چې تاسو تېر شوې ئې۔ ده ووئيل د هر راتلونكي حكومت انحصار په سركاري چارواكو وي، د هېواد نظم و نسق چلولو لپاره ستاسو كردار لازم و ملزوم دے۔ ده ووئيل د سول سروسز په تاريخ كښې ډېر افسران تېر شوې دي چا چې د ګډګورننس او كرپشن خاتمې لپاره هڅې كړې دي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل قرآن مجيد په وړومبي سورت كښې د رياست د ذمه وارۍ تعين كېږي٬ د پاكستان چې كوم بنيادي مقصد دې ھغه په قرآن كښې موجود دې٬ د پاكستان د روح بنياد د اولس په خدمت كښې پټ دے٬ د خدمت كار آسان نه دې دې لپاره جذبې ته اړټيا ده۔ ده ووئيل کميونيکيشن يو بهترين هنر دے كوم چې تاسو سره پكار دے۔ د دستورې په پائي كښې صدر ممکت د 33م سينئر مينجمنټ کورس او د 118م نېشنل مينجمنټ کورس ګډون كوٶنكو له سندونه وركړل۔ د دې نه وړاندې د اېن اېس پي پي ډائرېكټر ډاكټر اعجاز منير د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي هركلے كولو سره د ادارې په پرله پسې سرپرستۍ د صدر مننه وكړه او د ادارې په ځانګړې خصوصياتو ېې رڼا هم واچوله
سرکاري ملازمان دې د خدماتو بهتري او ګډ ګورننس باوري كړي۔ د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د 118م اېس اېم سي او د 33م اېن اېم سي کامياب ګرېجوېټس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت