اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) پاكستان د افغانستان په پايه تخت كابل كښې په ګوردواره د ترهګرې د بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي ??ي چې پاكستان په افغانستان كښې په عبادت ځايونو د بريدونو په اوسنې لړې سخته اندېښنه لري، د مذهبي مقاماتو په نښه كولو دا كارروائې كركه خپرونكې دي. د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي ??وي دي چې پاكستان په كابل كښې د سكھانو په ګوردواره د ترهګرې د بريد سخته غندنه كوي چې پكښې قېمتي ځا??ي زيان شوے او ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي دي او مالي ??يان هم شوے. د خارجه دفتر وياند ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې په عبادت ځايونو د بريدونو په اوسنې لړې سخته اندېښنه لري. يوه ورځ وړاندې ترهګرو په كندوز كښې د امام صاحب جومات په نښه كړے و چې پكښې ګن شمېر لمونځ كوونكي شهيدان او ژوبل شوي وو، د مذهبي مقاماتو په نښه كولو دا كارروائې كركه خپرونكې دي.پاكستان د هر ډول ترهګرې غندنه كوي، مونږ د افغانستان اولس سره د بشړه يووالي څرګندونه كوو او د ترهګرې لعنت په ضد او د خپلو وګړو تحفظ لپاره د افغان چارواكو د ټولو هڅو ملاتړ كوو.
پاكستان په افغانستان كښې په عبادت ځايونو د بريدونو په اوسنې لړې سخته اندېښنه لري. د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل