اسلام آباد۔26اګست (اے پی پی) د بهرنیو چارو وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قریشي د خپلې دورې په درېم پړاؤ كښې د زيارت په ورځ ترکمانستان ته رسیدلے ۔ د اشك آباد په هوايي ډګر په ترکمانستان کښې د پاکستان سفیر عرفان احمد او د ترکمانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلی چارواکو د بهرنیو چارو وزیر ته هركلے اووې۔ ترکمانستان كښې د پاتې كېدو په مهال به هغه د تركمانستان صدر قرباني قلي بردي محمدوف او نائب صدر رشيد ميردوف سره ملاقاتونه كوي۔ په دې ملاقاتونو كښې به په دوه اړخیزو اړیکو ، په بېلابېلو څانګو کښې دوه اړخیزه همكارۍ ته د ودې په وركولو او د افغانستان په شمول په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولې شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات