اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې د روسيه او چين په شمول د سيمې ټول هېوادونه په افغانستان كښې امن ٬ سلامتيا او استحكام غواړي۔ طلوع نيوز سره خصوصي مركه كښې ده ووئيل د افغانستان تسليمولو له سيمه اييز موافقت ته اړتيا ده۔ ده ووئيل تر كومې چې د سيمې او د نړۍ نورو هېوادونو د افغانستان موجوده حكومت تسليم كړے نه وي پاكستان به په دې اړه يو قدم هم وړاندے لاړ نه شي۔ ده ووئيل زه په ذاتي توګه په دې خبره باور لرم چې د سيمې ټول هېوادونه غواړي چې افغان حكومت تسليم كړے شي۔ ده ووئيل زه باور لرم چې وخت تېرېدو سره سره به د افغان حكومت د تسليمولو مسئله هواره شي۔ وزیراعظم ووئيل ډیورنډ لائن د افغانستان او پاکستان ترمينځه په نړيواله كچه منلې شوې پوله ده۔ ملګرو ملتونو او 206 هېوادونو دا د نړيوالې پولې په توګه منظور كړے دے او افغان وګړي په دې اړه وائي چې د دوئي داخلي بحث دے ٬ په دې كښې زه كومه خوښي نه لرم۔ ده ووئيل ټی ټی پی د افغانستان په ځينې صوبو كښې پټ ځايونه لري او هم د دې د لاسه په پاكستان كښې د امنيت مسئله رامخې ته شوې ده۔ ده ووئيل كوم هم هېواد ته پاكستان د افغانستان په ضد د خپلو فضائي پولو د كارولو اجازه وركولې نه شي
د روسيه او چين په شمول د سيمې ټول هېوادونه په افغانستان كښې امن ٬ سلامتيا او استحكام غواړي٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ “طلوع نيوز” سره خصوصي مركه
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado